دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 288839
د بادغیس – هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د بادغیس – هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا دغه پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د دغو مسافرو یو کاسټر موټر د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په ورته وخت کې د ترافيکو د عمومي رياست چارواکي وايي، چې د اختر په څلورو ورځو کې په هېواد کې د ترافيکي پېښو له امله د ٨ ښځو او ١٣ ماشومانو په ګډون ٥٠ تنه مړه او ١٨٥ نور ټپيان شوي دي.

بايد يادونه وشي، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه د ترافيکي قوانينو نه مراعت، تېز سرعت او د سړکونو خرابوالى دى.
https://avapress.com/vdcdsj0xnyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته