د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په یوه ورځ کې ۵۳ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته په زوره راستانه شوي دي.
تېره ورځ له پاکستانه ۵۳ افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي
29 حمل 1403 ساعت 9:30
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په یوه ورځ کې ۵۳ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته په زوره راستانه شوي دي.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه کډوال د دوشنبې په ورځ د حمل په ۲۷ مه د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شول.
د کډوالو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (حمل ۲۸) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په دغو مهاجرینو کې ۱۰ کورنۍ هم شاملې دي چې له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، له پېژندلو وروسته، شړل شوي کډوال د مرستې ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
د مطلب کود: 288868