افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه کډوال د دوشنبې په ورځ د حمل په ۲۷ مه د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شول.
د کډوالو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (حمل ۲۸) په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په دغو مهاجرینو کې ۱۰ کورنۍ هم شاملې دي چې له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، له پېژندلو وروسته، شړل شوي کډوال د مرستې ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.