کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د ماین چاودنه؛ يو ماشوم ووژل شو او پلار يې ټپي شو

29 حمل 1403 ساعت 9:44

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په یوه کرونده کې د کورنیو جګړو څخه پاتې شوی ماین چاودلی چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او پلار یې ټپي کړی دی.


آوا - مزار شریف: د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو ۱۴ کلن ماشوم وژل شوی او پلار یې ټپي شوی دی.
 
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله "کامگار" وايي، چې دغه پېښه پرون (د حمل ٢٨مه) د دغه ولايت د بهارک ولسوالۍ د ملنګ آب په کلي کې رامنځته شوې ده.
 
د کامګار په وينا، دغه ماين د کورنيو جګړو له امله په يوه فارم کې ځاى پر ځاى شوى و او د پېښې لامل شوى دى.
 
د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ۱۴۰۲ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ماشومان دي.


د مطلب کود: 288872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288872/په-بدخشان-کې-د-ماین-چاودنه-يو-ماشوم-ووژل-شو-او-پلار-يې-ټپي

آوا
  https://www.avapress.com