افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو ۱۴ کلن ماشوم وژل شوی او پلار یې ټپي شوی دی.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله "کامگار" وايي، چې دغه پېښه پرون (د حمل ٢٨مه) د دغه ولايت د بهارک ولسوالۍ د ملنګ آب په کلي کې رامنځته شوې ده.
د کامګار په وينا، دغه ماين د کورنيو جګړو له امله په يوه فارم کې ځاى پر ځاى شوى و او د پېښې لامل شوى دى.
د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ۱۴۰۲ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ماشومان دي.