کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت په پنجشیر کې روغتونونه په عصري وسایلو سمبالوي

3 ثور 1403 ساعت 11:17

د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پنجشیر له والي سره په کتنه کې وویل چې د پنجشیر ولایت روغتونونه په عصري وسایلو سمبالولو ته ژمن دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې لیکي چې د یاد وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم سره وکتل.

په دې کتنه کې ډاکتر قلندر عباد وويل چې د عامې روغتيا وزارت ژمن دى چې دپنجشير ولايت روغتونونه په عصري وسايلو سمبال کړي .

د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم ټینګار وکړ چې د پنجشیر روغتونونه باید مجهز شي څو د دغه ولایت اوسېدونکي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره له پنجشیر څخه بهر تګ ته اړ نه شي.

له بلې خوا د پنجشېر والي په هېواد کې د معياري روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د کړنو او هڅو قدرداني وکړه.


د مطلب کود: 289170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289170/د-عامې-روغتیا-وزارت-په-پنجشیر-کې-روغتونونه-عصري-وسایلو-سمبالوي

آوا
  https://www.avapress.com