افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې لیکي چې د یاد وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم سره وکتل.
په دې کتنه کې ډاکتر قلندر عباد وويل چې د عامې روغتيا وزارت ژمن دى چې دپنجشير ولايت روغتونونه په عصري وسايلو سمبال کړي .
د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم ټینګار وکړ چې د پنجشیر روغتونونه باید مجهز شي څو د دغه ولایت اوسېدونکي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره له پنجشیر څخه بهر تګ ته اړ نه شي.
له بلې خوا د پنجشېر والي په هېواد کې د معياري روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د کړنو او هڅو قدرداني وکړه.