کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو سرمنشي له حامد کرزي سره په افغانستان کې د خپل نوي استازي د ټاکنې په اړه مشوره وکړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 1 قوس 1390 ساعت 13:00

په همدې توګه ښاغلي بانکي مون د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې د ده د ځانګړي
استازي ښاغلي ستیفن دیمیستورا د ماموریت دوره به ډیر ژر پای ته ورسیږي، په افغانستان کې
یې د خپل نوي استازي د ټاکلو په باب له حامدکرزي سره سلا مشوره وکړه.


 د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون ماښام د افغانستان د اسلامي
جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې په بریالیتوب سره د
دودیزې لویې جرګې د کار د پای ته رسیدو له امله هغه ته مبارکي وویله.
په همدې توګه ښاغلي بانکي مون د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې د ده د ځانګړي
استازي ښاغلي ستیفن دیمیستورا د ماموریت دوره به ډیر ژر پای ته ورسیږي، په افغانستان کې
یې د خپل نوي استازي د ټاکلو په باب له حامدکرزي سره سلا مشوره وکړه.
په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې د بن د نړیوال کنفرانس په څنډه کې
به له یو بل سره وګوري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ښاغلي بانکي مون له ټلیفوني اړیکې او د
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه له ده سره د مشورې له امله
مننه وکړه او د ملګرو ملتونو له سازمان سره یې د افغانستان د حکومت د دوامدارې همکارۍ
ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 32989

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/32989/د-ملګرو-ملتونو-سرمنشي-له-حامد-کرزي-سره-په-افغانستان-کې-خپل-نوي-استازي-ټاکنې-اړه-مشوره-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com