کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایټالیا د اقتصاد وزارت استازي د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نخچه حامد کرزي ته ورکړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 26 قوس 1390 ساعت 20:51

د هېواد جمهوررئیس د ترانسپورت او هوایي چلند سرپرست داوودعلي نجفي ته یې لارښووه وکړه چې دغه پلان دې د کابینې په راتلونکې غونډه کې مطرح کړي چې له هر اړخیزې څیړنې وروسته د دغې پروژې د
کار د پیل کیدو په باب لازم تصمیمونه ونیول شي.


د ایټالیا د اقتصاد او نړیوالې پراختیا وزارت استازي ښاغلي پاولو روماني د
هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نخچه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس
حامدکرزي ته ورکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ایټالیا د اقتصاد او نړیوالې
پراختیا وزارت استازي د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نخچه چې د هغه
پراختیایي پلان د دغه هېواد د تخنیکي ډلې لخوا مطالعه او جوړ شوی دی ، د
افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي ته وړاندې او په دې اړه یې
معلومات ورکړل.

په مقابل کې د هېواد جمهوررئیس د هرات د نړیوال هوایي ډګر د جوړولو او پراختیا
په لاره کې د ایټالیا هېواد مرستو او همکاریو ته هرکلی ووایه، د ترانسپورت او
هوایي چلند سرپرست داوودعلي نجفي ته یې لارښووه وکړه چې دغه پلان دې د کابینې
په راتلونکې غونډه کې مطرح کړي چې له هر اړخیزې څیړنې وروسته د دغې پروژې د
کار د پیل کیدو په باب لازم تصمیمونه ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې د ایټالیا هېواد د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیایي
پروژې د ترسره کولو لپاره چې له ملحقاتو سره د نوي ترمینل او د رنوي د کرښې
جوړول هم پکې شامل دي، ۱۳۷ میلیونه یور داوږد مهالي پور په توګه لګوي.

د جمهور رئیس د ویاند دفتر


د مطلب کود: 33906

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33906/د-ایټالیا-اقتصاد-وزارت-استازي-هرات-نړیوال-هوایي-ډګر-پراختیا-نخچه-حامد-کرزي-ته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com