د ایټالیا د اقتصاد او نړیوالې پراختیا وزارت استازي ښاغلي پاولو روماني د
هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نخچه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس
حامدکرزي ته ورکړه.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ایټالیا د اقتصاد او نړیوالې
پراختیا وزارت استازي د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نخچه چې د هغه
پراختیایي پلان د دغه هېواد د تخنیکي ډلې لخوا مطالعه او جوړ شوی دی ، د
افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي ته وړاندې او په دې اړه یې
معلومات ورکړل.
په مقابل کې د هېواد جمهوررئیس د هرات د نړیوال هوایي ډګر د جوړولو او پراختیا
په لاره کې د ایټالیا هېواد مرستو او همکاریو ته هرکلی ووایه، د ترانسپورت او
هوایي چلند سرپرست داوودعلي نجفي ته یې لارښووه وکړه چې دغه پلان دې د کابینې
په راتلونکې غونډه کې مطرح کړي چې له هر اړخیزې څیړنې وروسته د دغې پروژې د
کار د پیل کیدو په باب لازم تصمیمونه ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې د ایټالیا هېواد د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیایي
پروژې د ترسره کولو لپاره چې له ملحقاتو سره د نوي ترمینل او د رنوي د کرښې
جوړول هم پکې شامل دي، ۱۳۷ میلیونه یور داوږد مهالي پور په توګه لګوي.
د جمهور رئیس د ویاند دفتر
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)