دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 140434
په بلخ کې ۱۳۹۶ل کال د اقتصادي ودې او پراختیا په نوم ونومول شو

شپږنوییم لمریز کال د بلخ سیمه ییزو چارواکو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، ښاري فرهنګ د ترویج او له بنسټ پالنې سره د مبارزې په نوم ونوماوه.

 د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد وایي؛ په دې ولایت کې له دوه سوه ډېرې کارخونې کار کوي، چې د دغه ولایت د خلکو ۳۰ سلنه اړتیاوې بشپړوي. د کورنیو تولیداتو ډېر کارول دا کارخونې نه یوازې هڅوي، بلکې ولایتي اقتصادي پراختیا هم رامنځته کوي او د بیکارۍ مخه نیسي؛ ځکه، نو ۱۳۹۶ کال د سیمه ییزې ودې کال نومول شوی دی.

په بلخ ولایت کې د اقتصادي چارو کارپوه احمد ولی سنګر د بلخ ولایت دا کار له ملي تولیداتو څخه د ملاتړ لپاره اغېزمن ګڼي او وایي، چې له دې سره به دا ولایت اقتصادي پراختیا ومومي او د هغو کالیو د واردولو مخه نیسي، چې په هېواد کې دننه تولیدیږي.

د بلخ پولیس وایي، ټولو دولتي او خصوصي ادارو ته مکتوبونه استول شوي او ټینګار شوی، چې له کورنیو تولیداتو کارول خپل لومړیتوب وګڼي.

مسوولین وایي، که خلک او دولت له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي؛ پانګونې ته به نه یوازې ښه زمینه برابره شي ، بلکې کورنۍ کارخونې به د د غه ولایت د اوسیدونکیو مهمې اړتیاوې هم بشپړې کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfgb8arhbaap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته