د وزیرانو شورا د هرات د هوایي ډګر د انکشاف او پراختیا پروژه چې د ایټالیا
هېواد په مالي مرسته جوړیږي، تصویب کړه.
د رسمي موافقنامې په اساس چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت او ایټالیا
هېواد تر منځ د ۲۰۱۱ کال د اپریل په ۱۲مه نېټه لاسلیک شوه، د ایټالیا هېواد
ژمنه کړې چې د هرات د هوایي بین المللي ډګر د معیاري کولو او پراختیا لپاره به
له ګټې پرته ۹۲ میلیون یورو د قرضې په ډول مصرفوي.
د ایټالیا د پراختیا وزارت د هرات د هوایي ډګر ماسټر پلان بشپړ کړی دی او د
لازیاتو مطالعاتو لپاره یې یوه مسلکي نهاد ته سپارلی دی چې د ایټالیا د
هوانوردۍ وزارت له خوا یې ملاتړ کیږي.
ددې پروژې د ماسټر پلان په اساس د هرات په هوایي ډګر کې د هوانوردۍ د نړیوال
سازمان د معیارونو مطابق آسانتیاوې برابریږي او په دې هوایي ډګر کې د نوي
ترمینل، د کارګو د تعمیر، د فضایي ترافیکو د خدمتونو د نصب، د هوا پېژنې د
تجهیزاتو د نصب، د هیلي کوپترو لپاره د پورته کېدلو او کښېناستلو د ځانګړې
ساحې، د مسافرینو لپاره د موټرونو د سړکونو د رغولو، د رادار د دستګاه، د
ضروري اداري تعمیرونو د جوړولو، د سوداګریزو مالونو لپاره د سړو خونو د رامنځ
ته کولو او د هوایي شرکتونو لپاره د مناسب ځای جوړولو په څېر زېربنایي
جوړښتونه ودانیږي.
د ددغې پروژې په پیلولو سره به د مسافرینو او سوداګریزو مالونو د انتقال لپاره
ددغه هوایي ډګر وړتیا زیاته شي او په پایله کې به د بین المللي معیارونو په
درلودونکي هوایي ډګر بدل شي.
د یادولو وړ ده چې د کابینې غونډې د مالیې وزیر ته دنده وسپارله چې د ایټالیا
د هېواد له ګټې پرته ۹۲ میلیون یورو قرضه چې د ۳۱ کلونو لپاره په نظر کې نیول
شوې ده، د تصویب په موخه د هېواد ملي شورا ته ولېږي.#
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)