کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو غیرپوځي الوتکې باید افغان حکومت ته مالیه ورکړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 3 جدی 1390 ساعت 19:30

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، هغه هوايي شرکتونه چې په دې هیواد کي بهرنیو ځواکونو ته اکمالات کوي، باید افغان حکومت ته مالیه ورکړي.


تاند - د دې وزارت ویاند ننګیالي کلاتوال نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې اړه یې د ناټو له چارواکو سره هم خبرې کړي.

د ده په خبره دا مالیه یوازې د بهرنیو خصوصي شرکتونو لپاره ده او د ناټو پوځي الوتکي له دې مستثنا دي.

د نوموړي په خبره که دغه کار عملي شي، د افغان حکومت خزانې ته به ډیري پیسې ولاړې شي.


د مطلب کود: 34201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34201/د-ناټو-غیرپوځي-الوتکې-باید-افغان-حکومت-ته-مالیه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com