دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۳۰
د مطلب کود : 34201
د ناټو غیرپوځي الوتکې باید افغان حکومت ته مالیه ورکړي
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، هغه هوايي شرکتونه چې په دې هیواد کي بهرنیو ځواکونو ته اکمالات کوي، باید افغان حکومت ته مالیه ورکړي.
تاند - د دې وزارت ویاند ننګیالي کلاتوال نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې اړه یې د ناټو له چارواکو سره هم خبرې کړي.

د ده په خبره دا مالیه یوازې د بهرنیو خصوصي شرکتونو لپاره ده او د ناټو پوځي الوتکي له دې مستثنا دي.

د نوموړي په خبره که دغه کار عملي شي، د افغان حکومت خزانې ته به ډیري پیسې ولاړې شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzinx.23nkvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته