کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او فرانسه د ستراتیژیکي همکاریو تړون لاسلیک کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 7 دلو 1390 ساعت 19:53

افغان ولسمشر اروپا ته د خپل سفر په لړ کې نن ماښام د فرانسې له ولسمشر نیکولاس سر کوزي سره خبرې کوي.


په پام کې ده فرانسه او افغانستان نن هغه تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د راتلونکو شلو کلونو لپاره له یوبل سره ستراتیژیکه همکاري کوي.

افغان ولسمشر اروپا ته د خپل سفر په لړ کې نن ماښام د فرانسې له ولسمشر نیکولاس سر کوزي سره خبرې کوي.

ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ له ایټالیا سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ، ولسمشر کرزي به اروپا ته د سفر په دوام کې له بریتانیا سره هم ورته سند لاسلیک کړي، خو له امریکا سره د داسې یوه سند لاسلیک تراوسه هم ځنډېدلی.


د مطلب کود: 35569

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35569/افغانستان-او-فرانسه-د-ستراتیژیکي-همکاریو-تړون-لاسلیک-کوي

آوا
  https://www.avapress.com