په پام کې ده فرانسه او افغانستان نن هغه تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د راتلونکو شلو کلونو لپاره له یوبل سره ستراتیژیکه همکاري کوي.
افغان ولسمشر اروپا ته د خپل سفر په لړ کې نن ماښام د فرانسې له ولسمشر نیکولاس سر کوزي سره خبرې کوي.
ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ له ایټالیا سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ، ولسمشر کرزي به اروپا ته د سفر په دوام کې له بریتانیا سره هم ورته سند لاسلیک کړي، خو له امریکا سره د داسې یوه سند لاسلیک تراوسه هم ځنډېدلی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)