کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي په سوله کې د منځګړیتوب لپاره شرطونه لري

افغان غږ آژانس(آوا) , 12 دلو 1390 ساعت 14:11

په سعودي کې د افغانستان سفیر ویلي، ترهغو چې په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې پرمختګ ونه کړي، په سعودي عربستان کې به د سولې خبرې ناممکنه وي.


د سعودي عربستان چارواکي وایي، ترڅو چې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې پرې نه کړي په افغانستان کې به د سولې د خبرو منځګړیتوب ونه کړي.

رویټرز اژانس د افغانستان اوسعودي د یو شمېر سرچینو له قوله لیکي، چې په افغانستان کې د سولې په وړاندې لوی خنډ له القاعده شبکې سره د طالبانو اړیکې دي.

په سعودي کې د افغانستان سفیر ویلي، ترهغو چې په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې پرمختګ ونه کړي، په سعودي عربستان کې به د سولې خبرې ناممکنه وي.


د مطلب کود: 35728

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35728/سعودي-په-سوله-کې-د-منځګړیتوب-لپاره-شرطونه-لري

آوا
  https://www.avapress.com