د سعودي عربستان چارواکي وایي، ترڅو چې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې پرې نه کړي په افغانستان کې به د سولې د خبرو منځګړیتوب ونه کړي.
رویټرز اژانس د افغانستان اوسعودي د یو شمېر سرچینو له قوله لیکي، چې په افغانستان کې د سولې په وړاندې لوی خنډ له القاعده شبکې سره د طالبانو اړیکې دي.
په سعودي کې د افغانستان سفیر ویلي، ترهغو چې په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې پرمختګ ونه کړي، په سعودي عربستان کې به د سولې خبرې ناممکنه وي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)