کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دولت دوه تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او ۵ تنه یی د ملي پولیسو په عملیاتو کی ونیول شول

افغان غږ آژانس(آوا) , 26 دلو 1390 ساعت 16:48

په یادو عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوفونه سره دري عدده شاژورنو او۴۱۷ ډزه مرمیو ، دوه میله بیلا بیل ډوله وسلې او ۸ کیلوګرامه چرس دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.


په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، ننګرهار ، هلمند ، میدان وردک اوخوست ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، دوه تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوې او ۵ تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوې دي.

په یادو عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوفونه سره دري عدده شاژورنو او۴۱۷ ډزه مرمیو ، دوه میله بیلا بیل ډوله وسلې او ۸ کیلوګرامه چرس دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو تېره ورځ دوه کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د افغانستان دخلکو د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړل.


د مطلب کود: 36257

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36257/د-دولت-دوه-تنه-وسلوال-مخالفین-ووژل-شول-او-۵-یی-ملي-پولیسو-په-عملیاتو-کی-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com