دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 36257
د دولت دوه تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او ۵ تنه یی د ملي پولیسو  په عملیاتو کی ونیول شول
په یادو عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوفونه سره دري عدده شاژورنو او۴۱۷ ډزه مرمیو ، دوه میله بیلا بیل ډوله وسلې او ۸ کیلوګرامه چرس دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، ننګرهار ، هلمند ، میدان وردک اوخوست ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، دوه تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوې او ۵ تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوې دي.

په یادو عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوفونه سره دري عدده شاژورنو او۴۱۷ ډزه مرمیو ، دوه میله بیلا بیل ډوله وسلې او ۸ کیلوګرامه چرس دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو تېره ورځ دوه کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د افغانستان دخلکو د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0une.49nim1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته