کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاندید میټ رامني پر ولسمشراوباما انتقاد وکړ، چې د افغانستان ماموریت يي شفاف نه دی

افغان غږ آژانس(آوا) , 14 حوت 1390 ساعت 12:41

رامني دا خبره د امریکا د یوه پوځي د مور، چې زوی یې په افغانستان کې دی، د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې امریکا به څه وخت له افغانستانه خپل نور ځواکونه وباسي.


د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید میټ رامني پر ولسمشربارک اوباما انتقاد وکړ، ویې ویل چې د ده د افغانستان ماموریت شفاف او څرګند نه دی.

رامني دا خبره د امریکا د یوه پوځي د مور، چې زوی یې په افغانستان کې دی، د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې امریکا به څه وخت له افغانستانه خپل نور ځواکونه وباسي.

د جمهوري غوښونکي ګوند له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو ته احتمالي کاندید میټ رامني وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ماموریت باید دا وي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي څو د خپل هیواد دفاع په خپله وکړي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما حکومت غواړي چې د روان کال په دوبي کې له افغانستانه شل زره نور پوځیان وباسي.
د بارک اوباما د سیال جمهوري غوښتونکي ګوند چارواکو د اوباما پر دې پلان انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې باید امریکايي پوځیان د جګړې فصل په افغانستان کې تېر کړي.


د مطلب کود: 37303

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37303/کاندید-میټ-رامني-پر-ولسمشراوباما-انتقاد-وکړ-چې-د-افغانستان-ماموریت-يي-شفاف-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com