دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 37303
کاندید میټ رامني پر ولسمشراوباما انتقاد وکړ، چې د افغانستان ماموریت يي شفاف نه دی
رامني دا خبره د امریکا د یوه پوځي د مور، چې زوی یې په افغانستان کې دی، د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې امریکا به څه وخت له افغانستانه خپل نور ځواکونه وباسي.
د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید میټ رامني پر ولسمشربارک اوباما انتقاد وکړ، ویې ویل چې د ده د افغانستان ماموریت شفاف او څرګند نه دی.

رامني دا خبره د امریکا د یوه پوځي د مور، چې زوی یې په افغانستان کې دی، د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې امریکا به څه وخت له افغانستانه خپل نور ځواکونه وباسي.

د جمهوري غوښونکي ګوند له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو ته احتمالي کاندید میټ رامني وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ماموریت باید دا وي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي څو د خپل هیواد دفاع په خپله وکړي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما حکومت غواړي چې د روان کال په دوبي کې له افغانستانه شل زره نور پوځیان وباسي.
د بارک اوباما د سیال جمهوري غوښتونکي ګوند چارواکو د اوباما پر دې پلان انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې باید امریکايي پوځیان د جګړې فصل په افغانستان کې تېر کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdss0s.yt05z6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته