کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشر وژلی

افغان غږ آژانس(آوا) , 8 حمل 1391 ساعت 15:11

د عملیاتو په مهال وسله والو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دا مشر له څو نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شو.


د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه وایي، چې د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مخکښه مشر وژلی دی.

دغو ځواکونو په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو پرون د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د دې مشر د نیولو لپاره، چې مخدوم نصرت نومیده تیره ورځ د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې عملیات وکړل.

په خبر کې ویل شوي، چې د عملیاتو په مهال وسله والو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دا مشر له څو نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شو.

په دې عملیاتو کې دوه نور وسله وال نیول شوي، خو په خبرپاڼه کې یې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.




د مطلب کود: 38625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38625/ناټو-د-افغانستان-په-شمال-کې-ازبکستان-اسلامي-غورځنګ-یو-مشر-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com