کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فرحت الله بابر:اصف علي زرداري به په نږدې راتلونکي کې هند ته لاړ شي

افغان غږ آژانس(آوا) , 14 حمل 1391 ساعت 17:14

اصف علي زرداري به په نزدې راتلونکې کې هند ته لاړ شي او دغلته به د مشهور صوفي اجمیر شریف له مزار څخه کتنه وکړي.


د پاکستان د ولسمشر ویاند فرحت الله بابر پرون وویل، اصف علي زرداري به په نزدې راتلونکې کې هند ته لاړ شي او دغلته به د مشهور صوفي اجمیر شریف له مزار څخه کتنه وکړي.

خو بابر په دې اړه، چې ایا هند ته د پاکستان د ولسمشر دا سفر به رسمي بڼه غوره کړي او که څنګه څه ونه وویل، خو د هغه په وینا دا شخصي سفر له مخکې پلان شوی وو .

نوموړي دا هم ونه ویل، چې زرداري به کله اجمیر شریف ته چې د هند په لویدځ ایالت راجستان کې واقع دی.

دا به له ۲۰۰۵ م کال وروسته هند ته د پاکستان د کوم ولسمشر لومړنۍ سفر وي.


د مطلب کود: 38974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38974/فرحت-الله-بابر-اصف-علي-زرداري-په-نږدې-راتلونکي-کې-هند-ته-لاړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com