د پاکستان د ولسمشر ویاند فرحت الله بابر پرون وویل، اصف علي زرداري به په نزدې راتلونکې کې هند ته لاړ شي او دغلته به د مشهور صوفي اجمیر شریف له مزار څخه کتنه وکړي.
خو بابر په دې اړه، چې ایا هند ته د پاکستان د ولسمشر دا سفر به رسمي بڼه غوره کړي او که څنګه څه ونه وویل، خو د هغه په وینا دا شخصي سفر له مخکې پلان شوی وو .
نوموړي دا هم ونه ویل، چې زرداري به کله اجمیر شریف ته چې د هند په لویدځ ایالت راجستان کې واقع دی.
دا به له ۲۰۰۵ م کال وروسته هند ته د پاکستان د کوم ولسمشر لومړنۍ سفر وي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)