کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لویدیځې کمپنۍ ایران کې د تیلو، ګازو اولسم نړېوال نندارتون ته خپل استازي لیږي

افغان غږ آژانس(آوا) , 28 حمل 1391 ساعت 15:13

درې سوه پنېځلس بهرني کمپنۍ او نژدې نهه سوه څلویښت ایراني کمپنۍ به په دې نندارتون کې برخه واخلي.


ایراني رسنۍ راپور ورکوي، هغه لویدیځې کمپنۍ چې د اټمي پروګرام پر سر یې هېوادنو پر ایران بندیزونه لګولی دی سبا د تیلو، ګازو، تصفیي او پیتروشیمې اولسم نړېوال نندارتون ته خپل استازی لیږي.
دا نندارتون به د سه شبني یعني د اپریل په اولسمه پیل شي، د ایران دولتي خبرې اژانس ، ایرنا، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د متحد ایالاتو، جرمني، بریتانیا، ایټالیا او نور هېوادنو کمپنۍ به په دې نندارتون کې خپل استازي ولري.

دا نندارتون به سر له سبا د اپریل تر شلمې پوری په تهران کې پرانیستی وي.

نورو ایراني خبرو رسنیو لکه مهر خبری اژانس، پریس ټي وي او تهران ټایمزهم ورته معلومات خپاره کړي.

د دې نندارتون مشر وایي، درې سوه پنېځلس بهرني کمپنۍ او نژدې نهه سوه څلویښت ایراني کمپنۍ به په دې نندارتون کې برخه واخلي.


د مطلب کود: 40010

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40010/لویدیځې-کمپنۍ-ایران-کې-د-تیلو-ګازو-اولسم-نړېوال-نندارتون-ته-خپل-استازي-لیږي

آوا
  https://www.avapress.com