ایراني رسنۍ راپور ورکوي، هغه لویدیځې کمپنۍ چې د اټمي پروګرام پر سر یې هېوادنو پر ایران بندیزونه لګولی دی سبا د تیلو، ګازو، تصفیي او پیتروشیمې اولسم نړېوال نندارتون ته خپل استازی لیږي.
دا نندارتون به د سه شبني یعني د اپریل په اولسمه پیل شي، د ایران دولتي خبرې اژانس ، ایرنا، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د متحد ایالاتو، جرمني، بریتانیا، ایټالیا او نور هېوادنو کمپنۍ به په دې نندارتون کې خپل استازي ولري.
دا نندارتون به سر له سبا د اپریل تر شلمې پوری په تهران کې پرانیستی وي.
نورو ایراني خبرو رسنیو لکه مهر خبری اژانس، پریس ټي وي او تهران ټایمزهم ورته معلومات خپاره کړي.
د دې نندارتون مشر وایي، درې سوه پنېځلس بهرني کمپنۍ او نژدې نهه سوه څلویښت ایراني کمپنۍ به په دې نندارتون کې برخه واخلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)