کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راتلونکی میلادي کال به کابل د افغانستان په اړه د یو نړیوال کنفرانس کوربه وي

افغان غږ آژانس(آوا) , 23 ثور 1391 ساعت 14:23

په دې کنفرانس کې به د سیمه ییزو همکاریو د غښتلتیا او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور جوړولو او د سیمې د سوکالۍ او پراختیا پر چارو به خبري وشي.


تمه ده، چي کابل په راتلونکې میلادي میاشت کې د افغانستان په اړه د یو نړیوال کنفرانس کوربه وي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي نن ازادۍ راډیو ته وویل، په دې غونډه کې، چې د جون میاشتې پر ۱۴ مه جوړیږي، د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیران او له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو استازي ګډون په کې کوي.

دغه چارواکي وویل، په دې کنفرانس کې به د سیمه ییزو همکاریو د غښتلتیا او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور جوړولو او د سیمې د سوکالۍ او پراختیا پر چارو به خبري وشي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه بله نړیواله غونډه په جولای میاشت کي په جاپان کې جوړه شي.


د مطلب کود: 41167

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41167/راتلونکی-میلادي-کال-کابل-د-افغانستان-په-اړه-یو-نړیوال-کنفرانس-کوربه-وي

آوا
  https://www.avapress.com