تمه ده، چي کابل په راتلونکې میلادي میاشت کې د افغانستان په اړه د یو نړیوال کنفرانس کوربه وي.
د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي نن ازادۍ راډیو ته وویل، په دې غونډه کې، چې د جون میاشتې پر ۱۴ مه جوړیږي، د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیران او له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو استازي ګډون په کې کوي.
دغه چارواکي وویل، په دې کنفرانس کې به د سیمه ییزو همکاریو د غښتلتیا او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور جوړولو او د سیمې د سوکالۍ او پراختیا پر چارو به خبري وشي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه بله نړیواله غونډه په جولای میاشت کي په جاپان کې جوړه شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)