کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې یوې ځان وژوونکې حملې درې تنه پولیس وژلي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 30 ثور 1391 ساعت 17:07

ځان وژونکې حمله نن ماسپښین ددې ولسوالۍ په بازار کي د پولیسو پر یوه پوسته وسوه، چې درې کوچنیان هم په کي ژوبل سوي.


په خوست کې چارواکي وایي، چې په ترېزیو ولسوالۍ کې یوې ځان وژونکي حملې درې پولیس وژلي دي.

د ترېزیو ولسوال امیربادشاه دوران ازادۍ را‌ډیو ته وویل، چې ځان وژونکې حمله نن ماسپښین ددې ولسوالۍ په بازار کي د پولیسو پر یوه پوسته وسوه، چې درې کوچنیان هم په کي ژوبل سوي.

وسله والو طالبانو ددې حملې مسئولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په دې حمله کي یې 12 افغان او بهرني سرتیري وژلي.


د مطلب کود: 41583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41583/په-خوست-کې-یوې-ځان-وژوونکې-حملې-درې-تنه-پولیس-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com