دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 41583
په خوست کې یوې ځان وژوونکې حملې درې تنه پولیس وژلي دي
ځان وژونکې حمله نن ماسپښین ددې ولسوالۍ په بازار کي د پولیسو پر یوه پوسته وسوه، چې درې کوچنیان هم په کي ژوبل سوي.
په خوست کې چارواکي وایي، چې په ترېزیو ولسوالۍ کې یوې ځان وژونکي حملې درې پولیس وژلي دي.

د ترېزیو ولسوال امیربادشاه دوران ازادۍ را‌ډیو ته وویل، چې ځان وژونکې حمله نن ماسپښین ددې ولسوالۍ په بازار کي د پولیسو پر یوه پوسته وسوه، چې درې کوچنیان هم په کي ژوبل سوي.

وسله والو طالبانو ددې حملې مسئولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په دې حمله کي یې 12 افغان او بهرني سرتیري وژلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipwa5.t1azv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته