کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۸کسان ووژل شول

افغان غږ آژانس(آوا) , 28 سرطان 1391 ساعت 11:50

چاودنه په اورکزۍ اجنسۍ کې په سیپوی نومې کلي کې د ریموټ کنترول پواسطه شوې او وژل شوي کسان چې په موټر کې سپاره وو شیعه مذهبي دي.


چارواکي وايي، د پاکستان په شمال لویدیځ کې نن د سړک د غاړې د یوه ماین په چاودنه کې د دوه ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

سیمه ائیز مقام ذاکر حسین ویلي، چاودنه په اورکزۍ اجنسۍ کې په سیپوی نومې کلي کې د ریموټ کنترول پواسطه شوې او وژل شوي کسان چې په موټر کې سپاره وو شیعه مذهبي دي.

یوه بل چارواکې جمیل خان بیا د وژل شوو شمېر دولس ښودلی دی.

اورکزۍ د پاکستان د اوو قبایلي سیمو څخه یوه ده چې ویل کیږي طالبان او القاعده شبکه په کې فعاله ده.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 45423

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45423/د-پاکستان-په-شمال-لویدیځ-کې-سړک-غاړې-ماین-چاودنه-۸کسان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com