کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې د ملي اردو اوه سرتيري وژل شوي

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 26 اسد 1391 ساعت 17:19

پیښه تیره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو ځواکونو موټر پر یوه ځای پرځای شوي ماین برابر شو.


د بغلان چارواکي وایي، د سړک غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ملي اردو ځواکونو اوه سرتيري وژل شوي او درې نور يي ټپيان دي.

د دې ولایت والي منشي عبدالمجید نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې پیښه تیره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو ځواکونو موټر پر یوه ځای پرځای شوي ماین برابر شو.

د دې پیښې مسولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستې.


د مطلب کود: 47038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/47038/په-بغلان-کې-د-سړک-غاړې-بمي-چاودنه-ملي-اردو-اوه-سرتيري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com