د بغلان چارواکي وایي، د سړک غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ملي اردو ځواکونو اوه سرتيري وژل شوي او درې نور يي ټپيان دي.
د دې ولایت والي منشي عبدالمجید نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې پیښه تیره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو ځواکونو موټر پر یوه ځای پرځای شوي ماین برابر شو.
د دې پیښې مسولیت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستې.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)