کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 3 سنبله 1391 ساعت 11:27

افغان ځواکونو تیره شپه مرکز ته نژدې د جویک په سیمه کې عملیات کړي، چي وسلې او مهمات یې هم نیولي.


د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي.

د دې ولایت امنیه قومندان غلام سخي روغ لېوني ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونو تیره شپه مرکز ته نژدې د جویک په سیمه کې عملیات کړي، چي وسلې او مهمات یې هم نیولي.

نوموړي وویل، چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 47368

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/47368/لوګر-د-افغان-ځواکونو-په-عملیاتو-کې-دوه-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com