دخپریدو نیټه :جمعه ۳ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 47368
لوګر: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي
افغان ځواکونو تیره شپه مرکز ته نژدې د جویک په سیمه کې عملیات کړي، چي وسلې او مهمات یې هم نیولي.
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي.

د دې ولایت امنیه قومندان غلام سخي روغ لېوني ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونو تیره شپه مرکز ته نژدې د جویک په سیمه کې عملیات کړي، چي وسلې او مهمات یې هم نیولي.

نوموړي وویل، چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcmdj.w6devaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته