کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ پر ولسوال چاودنه شوې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 سنبله 1391 ساعت 13:59

چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالی په غوراباد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ولسوال خپل کار ځای ته د تګ په حال کې و.


ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ولسوال له یوې چاودنې روغ ووت.

د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالی په غوراباد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ولسوال خپل کار ځای ته د تګ په حال کې و.

بل خوا د د ننګرهار امنيې قومندانۍ ویاند وايي، چې په دې چاودنه کې یوازې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی. طالبانو د حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی او د ولسوال او درې ساتوونکو د ټپي کيدو ادعا یې کړي.
چارواکو د دوی ادعا رد کړې.


د مطلب کود: 48971

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/48971/د-ننګرهار-ولایت-چپرهار-ولسوالۍ-پر-ولسوال-چاودنه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com