ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ولسوال له یوې چاودنې روغ ووت.
د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالی په غوراباد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ولسوال خپل کار ځای ته د تګ په حال کې و.
بل خوا د د ننګرهار امنيې قومندانۍ ویاند وايي، چې په دې چاودنه کې یوازې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی. طالبانو د حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی او د ولسوال او درې ساتوونکو د ټپي کيدو ادعا یې کړي.
چارواکو د دوی ادعا رد کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)