کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

معنوي: دیني عالمان دې انتخاباتو کې خلک رايي ورکولو ته وهڅوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 قوس 1391 ساعت 17:50


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې په راتلونکو انتخاباتو کې خلک رايي ورکولو ته وهڅوي.

د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي نن په کابل کې د دیني عالمانو په سیمنار کې وویل چې د۱۳۹۳ کال انتخابات دافغانانو لپاره زیات مهم دي:

(د افغانستان لپاره یو نوی مشر ټاکل کیږي. موږ پدې برخه کې مسئولیت لرو. دغه ستره تاریخي پيښه چې په مخ کې لرو، په وړاندي یې د عالمانو مسئولیت زیات دی.خلک څوک پوهوي چې دا د دوی مسئولیت دی او دا د دوی دنده ده. هغه همدا عالمان دي )

ټاکل شوې ده د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل یا اوري په شپاړسمه تر سره شي.


د مطلب کود: 54343

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/54343/معنوي-دیني-عالمان-دې-انتخاباتو-کې-خلک-رايي-ورکولو-ته-وهڅوي

آوا
  https://www.avapress.com