دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 54343
معنوي: دیني عالمان دې انتخاباتو کې خلک رايي ورکولو ته وهڅوي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې په راتلونکو انتخاباتو کې خلک رايي ورکولو ته وهڅوي.

د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي نن په کابل کې د دیني عالمانو په سیمنار کې وویل چې د۱۳۹۳ کال انتخابات دافغانانو لپاره زیات مهم دي:

(د افغانستان لپاره یو نوی مشر ټاکل کیږي. موږ پدې برخه کې مسئولیت لرو. دغه ستره تاریخي پيښه چې په مخ کې لرو، په وړاندي یې د عالمانو مسئولیت زیات دی.خلک څوک پوهوي چې دا د دوی مسئولیت دی او دا د دوی دنده ده. هغه همدا عالمان دي )

ټاکل شوې ده د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل یا اوري په شپاړسمه تر سره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgww9n.ak9tt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته