دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 53719
فضل احمد معنوي: د انتخاباتو د رایي ورکونکو د نومونو ثبتول به راتلونکی کال پيل شي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، چې د انتخاباتو د رایي ورکونکو د نومونو ثبتول به د راتلونکي کال په لومړیو کې پيل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، چې د انتخاباتو د رایي ورکونکو د نومونو ثبتول به د راتلونکي کال په لومړیو کې پيل شي.

د دې کمیسیون ریس فضل احمد معنوي وایې چې دا بهیر به څلور میاشتي وخت ونیسي:

( د انتخاباتو کمیسیون په پام کې لري چې ۴۵۰ مرکزونه او د رای ورکولو ۱۰۸۶ سیمې په ټول هیواد کې جوړ ې کړي.)

د ښاغلي معنوي په وینا دوی د دولس میلیونه رای ورکونکو د نومونو د ثبتولو لپاره چمتوالی لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړلسمه کیږي. 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccomqp.2bq1s8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته