دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 71266
معنوي: د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې دویم پړاو پیل شو
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د راتلونکي کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې دوېیم پړاو نن ( شنبه) پیل کړ.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په دوهم پړاو کې به د نوم لیکنې د مرکزونو شمېر ۴۴۰ ته ورسیږي او د ولسوالیو په مرکزونو او د لویو ښارونو په ناحیو کې به ۳۹۹ نوي مرکزونه پرانستل کیږي.
تراوسه یوازې د ولایتونو به مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې یو څلویښت مرکزونه پرانستي و.
مرکزونو ته د موادو انتقال:
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس د شنبې په ورځ وویل؛ چې له نویو مرکزونو څخه یې ۳۸۵ مرکزونو ته مواد انتقال شوي دي.
فضل احمد معنوي وايي، چې د دې موادو په رسولو کې ملي اردو او په ځینو مواردو کې آیساف ځواکونو ورسره همکاري کړې ده.
ښاغلی معنوي ټينګار کوي، چې د رایې ورکونکو د نوم لیکنې په دوېیم پړاو کې د خلکو د لا پراخ حضور لپاره هڅې کوي.
"نن خوشبختانه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مخکي اعلان شوي تقسیم اوقات پر اساس د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د ثبت دوهمه مرحله پيلیږي. د انتخاباتو د کمیسیون هڅه دا وه چې، د خلکو لپاره لا ډیرې آسانتیاوي رامنځ ته کړي تر څو خلک خپل نومونه ثبت کړي او د رایه ورکولو کارټونه تر لاسه کړي."
د انتخاباتو لپاره د رای ورکونکو د نوم لیکنې د ثبت پروسه په لومړي ځل د ولایتونو په مرکزونو کې شاوخوا دوه میاشتې مخکې پيل شوه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو په وینا؛ د ولایتونو په مرکزونو کې تر اوسه پورې څه باندې یو لک او دېرش زره کسانو کارټونه ترلاسه کړي دي.
په دې کسانو کې څه باندې یو لک یې نارینه دي او پاتې نور یې ښځې دي.
پر ولسوالیو د طالب وسله والو حملې زیاتې شوي:
خو په ولسوالیو کې د نوم لیکنې پروسه په داسې حال کې پیلیږي؛ چې د چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو حملې زیاتې شوي دي.
تر دې مخکې د افغانستان امنیتي ارګانونو یوازې د هېواد په څلورو ولسوالیو کې د انتخاباتو لپاره د امنیت په اړه اندیښنه ښودلې وه؛ خو ویلي یې وو، چې تر انتخاباتو پورې به په دې ولسوالیو کې پوځي عملیات وکړي

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون همداراز وايي چې؛ راتلونکو انتخاباتو ته په بهر کې د افغان کډوالو د نوم لیکنې لپاره هم امکانات نه لري.
ښاغلي معنوي په دې اړه وویل:
"افغانستان د نړۍ په څا باندې اویا هېوادونو کې مهاجرین لري. شاید د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او مسوول ارګانونه ونشي کړای چې؛ دا اویا هیوادونه تر پوښښ لاندې ونیسي. موږ پر دې موضوع کار وکړ چې؛ څه کولای شو. خو متاسفانه موږ د دې لپاره امکانات او ظرفیتونه نه لرو چې، وکړای شو په بهر کې هم د مهاجرینو په منځ کې انتخابات تر سره کړو."
د شمېرو له مخې، اوس مهال یوازې په پآکستان او ایران کې څه باندې څلور میلیونه افغان مهاجر اوسیږي چې؛ په تېرو انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وه.
دا کارتونه هغو خلکو ته ورکول کیږي، چې د رایې ورکولو شرایط یې نوي پوره کړي وي، یا یې پخواني کارتونه له منځه تللي وي او یا هم له بل ځایه تازه هیواد ته ستانه شوي وي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي په پام کې لري؛ په هېواد کې څلورو ملیونونو خلکو ته د رایې ورکولو نوې کارتونه ورکړي.
خو کتونکي باور لري، چې له دې پروسې سره د خلکو د کمې لیوالتیا له امله ښآیې ټاکل شوي هدف ته ونه رسیږي. 
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjm8ea.uqevmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته