کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر یوشمېر اوسېدونکو د طالب وسله والو پرضد د پاڅون ګواښ کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جدی 1391 ساعت 12:41


د لوګر ولايت چارواکي وايي، د مرکز پل علم او کلنګار په څېر ځينو نژدې سيمو په لسګونو اوسېدونکو پرون له والي سره په کتنه کې وويل؛ چې دوى د طالبانو له لاسه له وژنو او ځورونو څخه په تنګ شوي او ان دې ته تيار دي؛ چې ولسي پاڅون وکړي.

د لوګر د والي وياند ازادۍ راډيو ته وويل، چې دولت هم له دغو کسانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

دين محمد دروېش وويل، د غونډې ګډونوالو د ولسي پاڅون ژمنه وکړه.

په لوګر کې په وروستيو کې ناامني زياته شوې او هغه کارګران هم په نښه شوي چې د ناټو په مرکزونو يا هم دولتي تاسيساتو کې د بيارغونې کارونه کوي.

چارواکي وايي، په پرونۍ کتنه کې دغو کارګرانو هم برخه درلوده.


د مطلب کود: 55181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55181/د-لوګر-یوشمېر-اوسېدونکو-طالب-وسله-والو-پرضد-پاڅون-ګواښ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com