کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی به نن له بارک اوباما سره د افغانستان پر راتلونکې د خبرو اترو لپاره وګوري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جدی 1391 ساعت 14:28


ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزی به نن په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان پر راتلونکې د خبرو اترو لپاره وګوري. له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکي امریکايي سرتیرو د شمیر او څرنګوالې مسله د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا په سر کړې ده .

چارواکي وايي، په افغانستان کې پاتې کیدونکي امریکايي پوځیان به افغان امنیتي ځواکونه روزي او په امنیت کې به مرسته کوي.

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټن او د دفاع له وزیر لیون پنیتا سره وکتل .

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په پینټاګون کې د ولسمشر حامد کرزي له هرکلي وروسته وویل ، فکر کوي له اوږدې او ستونزمنې ماضي وروسته د داسې خپلواک افغانستان د جوړولو وروستي څپرکي رارسېدلای چې کولای شي په راتلونکي کې خپله ځان اداره کړي او خپل امنیت ونیسي.

چارواکي وايي د کرزي او کلینټن ترمنځ غونډه کې د وسلوالو طالبانو سره د پخلاینې او د افغانستان د ۲۰۱۴ م کال د انتخاباتو پر مسلو خبرې شوې دي .


د مطلب کود: 56095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56095/حامد-کرزی-نن-له-بارک-اوباما-سره-د-افغانستان-پر-راتلونکې-خبرو-اترو-لپاره-وګوري

آوا
  https://www.avapress.com