دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 56095
حامد کرزی به نن له بارک اوباما سره د افغانستان پر راتلونکې د خبرو اترو لپاره وګوري
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزی به نن په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان پر راتلونکې د خبرو اترو لپاره وګوري. له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکي امریکايي سرتیرو د شمیر او څرنګوالې مسله د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا په سر کړې ده .

چارواکي وايي، په افغانستان کې پاتې کیدونکي امریکايي پوځیان به افغان امنیتي ځواکونه روزي او په امنیت کې به مرسته کوي.

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټن او د دفاع له وزیر لیون پنیتا سره وکتل .

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په پینټاګون کې د ولسمشر حامد کرزي له هرکلي وروسته وویل ، فکر کوي له اوږدې او ستونزمنې ماضي وروسته د داسې خپلواک افغانستان د جوړولو وروستي څپرکي رارسېدلای چې کولای شي په راتلونکي کې خپله ځان اداره کړي او خپل امنیت ونیسي.

چارواکي وايي د کرزي او کلینټن ترمنځ غونډه کې د وسلوالو طالبانو سره د پخلاینې او د افغانستان د ۲۰۱۴ م کال د انتخاباتو پر مسلو خبرې شوې دي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpxqp.2bqeo8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته