کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان صدراعظم په کوټه کې له ویرجنو شیعه ګانو سره ګوري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جدی 1391 ساعت 17:33


د پاکستان صدراعظم نن په کوټه کې د اهل تشیع له هغو مظاهره چیانو سره خبرې کوي؛ چې په ورستیو چاودونو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي دي.

زرګونه هزاره ګان چې د دریمې ورځې لپاره په کوټه کې خپل اعتراض ته دوام ورکوي؛ په ښار کې د جدي او پراخو امنیتي تدابیرو غوښتنه کوي.

د جنورۍ په لسمه نیټه په کوټه کې بمي چاودنو څه د پاسه نوي کسان ووژل او ۱۲۱ تنه نور يې ژوبل کړل.

مظاهره چیانو په کوټه کې تر ټولو لوی سرک بند کړی او د خپلو وژل شوو عزیزانو له تابوتونو سره يې خپل اعتراض ته دوام ورکړی دی.

مظاهره چیانو د پاکستان له پوځ غوښتي چې په کوټه کې د امنیت چارې په خپلو لاسو کې واخلي.

تمه کیږي چې د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف به له مظاهره کونکو سره په کتنه کې؛ له هغوی څخه وغواړي، چې خپل مړي خاورو ته وسپاري.


د مطلب کود: 56272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56272/د-پاکستان-صدراعظم-په-کوټه-کې-له-ویرجنو-شیعه-ګانو-سره-ګوري

آوا
  https://www.avapress.com