کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کنینګهم: د امنیت د انتقاله وروسته امریکا له طالبانو سره جګړه نه غواړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جدی 1391 ساعت 18:19


په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنینګهم وايي، چې د امنیت د انتقال له بشپړیدو وروسته امریکا له طالبانو سره جګړه نه غواړي.

ښاغلي کنینګهم نن په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:

(که د سولې په برخه کې موافقه ونشي او د طالبانو په وړاندي د افغاستان د دفاع اړتیا ولیدل شي، نو دغه مبارزه یوازې د افغان ځواکونو دنده ده او موږ ډاډمن یو چې افغان ځواکونه ددې مبارزې وړتیا لري.)

مخکې جمهور رئیس کرزي په کابل کې ویلي و، د طالبانو په اړه د امریکا نظر بدل شوی دی.

اخوا قطري چارواکو هم په وروستیو کې څرګنده کړه، چې دوي به کوښښ وکړي، چې د افغانستان د سولې پروسه تر ۲۰۱۴ کال پورې بریالی شي. 

سرچینه آزادی رادیو


د مطلب کود: 56638

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56638/کنینګهم-د-امنیت-انتقاله-وروسته-امریکا-له-طالبانو-سره-جګړه-نه-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com