کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر ولایت کې نړېوالو ځواکونو درې تنه ملکیان وژلي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 دلو 1391 ساعت 12:35


د لوګر د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، چې نړیوالو ځواکونو د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې درې ملکي کسان وژلي دي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت امر رییس خان عبدالرحیمز ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه درې واړه وروڼه تیره شپه د خپل کور پر لور روان وو؛ چې بهرنیو ځواکونو پرې د وسله والو مخالفینو شک پرې وکړ او ویې وژل.

نړیوالو ځواکونو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلي.


د مطلب کود: 57320

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57320/په-لوګر-ولایت-کې-نړېوالو-ځواکونو-درې-تنه-ملکیان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com