دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 57320
په لوګر ولایت کې نړېوالو ځواکونو درې تنه ملکیان وژلي دي
د لوګر د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، چې نړیوالو ځواکونو د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې درې ملکي کسان وژلي دي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت امر رییس خان عبدالرحیمز ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه درې واړه وروڼه تیره شپه د خپل کور پر لور روان وو؛ چې بهرنیو ځواکونو پرې د وسله والو مخالفینو شک پرې وکړ او ویې وژل.

نړیوالو ځواکونو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7x8n.jh8fwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته