کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 دلو 1391 ساعت 17:39


د افغانستان د عالمانو سراسري شورا وايي؛ چې ټاکل شوې روانه اونۍ یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ شي؛ تر څو له پاکستانیو دیني عالمانو سره په کابل کې د ګډې غونډې د جوړیدو په اړه له پاکستانیو چارواکو سره خبرې وکړي.
د دیني عالمانو د سراسري شورا او د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الله لودین ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې سفر کې به له پاکستانیو چارواکو سره د دې غونډې د نیټې او د دواړو خواو د ګډونوالو د شمیر په اړه خبرې وشي.
افغان چارواکي هڅه کوي، چې د افغان پاکستانیو عالمانو په دې غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د جګړې پر ضد فتوا ترلاسه کړي.
په عین حال کې تیره ورځ د افغانستان د عالمانو سراسري شورا له جمهور رییس حامد کرزي سره لیدلي او په افغانستان کې یې جنګ او مسلمان وژنه ناروا بللې ده


د مطلب کود: 58314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58314/د-افغانستان-عالمانو-سراسري-شورا-یو-پلاوی-پاکستان-ته-سفر-کوي

آوا
  https://www.avapress.com